له ۳۰۰ څخه زيات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول.

anwari_morr

۳۶۸ تنه افغان مهاجرین د مرغومي په ۲۳ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو پر اساس ۳۸ کورنۍ، چې ۲۱۰ تنه کیږي، په جبري توګه له دې لارې هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې له ثبت څخه وروسته د مرستو په موخه د مهاجرینو چارو عالي کمېشنرۍ، خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور معرفي شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د ټاکل شوې کمېتې له لوري ورکړل شوې.

د ننګرهار ولایت د سرحدي آمریت د راپور پر اساس ۳۲ کورنۍ چې ۱۵۸ تنه کیږي له یادې پولې په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې له ثبت وروسته د مرستو په موخه د مهاجرینو چارو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور معرفي شوې.