له پاکستان څخه په سلګونو جبري راستنېدونکو کورنيو د هېواد په پولو کې د اړوند ټاکل شویو کمېټو له خدمتونو څخه ګټه واخيسته

anwari_morr

د هېواد په پولو کې د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د عالي کمېسيون د دارالانشا د راپور له مخې، د ننګرهار، کندهار، نيمروز، هرات، کابل او پکتيا ولايتونو په پولو کې له پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو ٤٠٠ کورنۍ ، د مرغومې میاشتې په 19 مه نیټه د ټاکل شویو کمیټو له خدماتو څخه برخمنې شوې.

د ننګرهار ولایت د تورخم له پولې څخه ۴۹ کورنۍ، چې ۱۱۰ تنه کیږي راستنې شوې او د استقبالیه د کمیټې له لوري ثبت او بایومتریک شوې دي.

۴۵ کورنیو ته د لس زره افغانیو نغدي مرسته ورکړل شوې. ۱۹ کورنۍ، چې ۹۸ تنه کیږي ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته انتقال شوې او ۴۱ زره ۵۰۰ افغانۍ د ترانسپورت لپاره ورکړل شوې دي.

۲۵ کورنۍ په موقتي کیمپ کې ځای پر ځای شوې او ۵۰۰ خوراکي بستې ورته چمتو شوې،۷۵ زره لیتره پاکې اوبه، کمپلې د کوټې فرش اوږ د ګازو بالون، ۴۴ بستې خام خوراکي توکي او ۱۴۱ سیم کارتونه په عمري کیمپ ورته توزیع شوي دي.

همدا ډول ۵۵ تنه، چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل پېژندل شوي او د اړوند کمیټې له لوري ثبت شوي دي.

۱۲۷ ماشومانو ته د چاودېدونکو توکو، پاکوالي، ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی او د ذهني روغتیا په موخه دوی ته د لوبو او تفریحي پروګرامونه هم ورکړل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مهاجرینو ته د نوم لیکنې، انتقال، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد د پېژندنې، اسلامي نظام، هجرت، صبر او تعلیم په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.

راستنېدونکو ته د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو د بېلا بېلو مواردو په اړه معلومات ورکړل شول او دمهاجرت نړيوال سازمان سره په هماهنګي ۲۰ دانې د مهاجرت فورمې ووېشل شوې.

دغه راز د کندهار ولايت د سپين بولدک د ډيورنډ فرضي کرښې څخه د ۳۶ کورنۍ، چې ۲۱۲ تنه کیږي راستنې شوې او ثبت شوې دي، هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې، ۵۲ کورنۍ په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوې، د خوراکي او څښاک اوبو ۷۰۰ بستې ورته توزیع شوې، ۳۲۲ کسان تر معالجې لاندې نیول شوي، ۴۶۳ کسانو ته د روغتیا په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی، ۳۹۰ سیم کارتونو ورته توزیع شوي ، ۱۶۵ کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل د اړوند کمېټو له لوري پېژندل شوي او ثبت شوي دي.

۴۸ ماشومانو ته د چاودېدونکو توکو، پاکوالي، ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی او د دوی د ذهني روغتیا په موخه د لوبو او تفریحي پروګرامونو په اړه هم ورته معلومات ورکړل شول. د پکتیا ولایت په یوه موقتي کمپ کې د یوې کورنۍ درملنه وشوه، ۵۸ بستې خوراکي او د څښاک اوبه په یاد کیمپ کې ورته وویشل شول، د انګور اډې په سرحد کې د ۱۰ کسانو درملنه وشوه او د اطلاعاتو کمیټې له لوري ورته ګټور معلومات ورکړل شول.

په نیمروز ولایت کې ۲۳ کورنۍ، چې ۸۶ تنه کیږي ثبت او ۱۵۲۶ مهاجر راستانه شوي، ۹ کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې، ۲۷ کورنۍ په موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، ۲۳ تنو ته د تذکرو د ویش لړۍ پیل شوې او ۸۶ تنو ته تذګرې ورکړل شوې دي.

 دغه راز د هرات ولايت په موقتي کمپ کې ٥٢ کورنۍ ځای پر ځای شوې، ٢٦ کورنۍ، چې د ٧٥ تنه کیږي د انتقال د کمیټې له لوري له کابل ولايت څخه کندز، تخار، خوست ولايتونو ته ليږدول شوي او د لېږد رالېږد په بدل کې ۵۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.