سلګونه مهاحرين په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
د ننګرهار ولايت مهاجرينو چارو رياست د مرغومي پر ۱۲مه په پاکستان کې د مېشتو ۱۳۸ مهاجرينو د راستنېدنې خبر ورکړی.
د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمريت د آمر د راپور له مخې ۲۹ کورنۍ چې ۱۳۸ تنه کېږي، په جبري توګه د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي او د مهاجرينو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شول.