تخار کې ۱۳ څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې

anwari_morr
-

د تخار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د خبر له مخې د څښاک د اوبو د ۱۳ څاه ګانو کار چې څه وخت مخکې پیل شوی و، خلاص شو او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.

د سرچینې په وینا دغه څاه ګانې د تخار په دشت کلا، خواجه غار او خواجه بهاالدین ولسوالۍ  کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ په همکارۍ وهل شوي، چې د محلي ادارو په شتون کې یې پرانیسته وشوه.

ویل کېږي، چې دا څاه ګانې به ۶۸۰ هغو کورنیو ته د څښاک خوږې اوبه ورکړي، چې مخکې یې د څښاک اوبو ته لاسرسی نه درلود.