بلخ کې ۲۱۸ تنو سره مرسته وشوه
د بلخ ولایت د مهاجرینو ریاست د مرغومي پر ۸ نېټه له ۲۱۸ تنو راستنېدونکو سره د خوراکي توکو د مرستې خبر ورکړی.
هر کس سره د ۷ ډوله خوراکي توکو مرسته د افغانانو له پاره د ښوونېزې موسسې له خوا د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې وشوه.
د یو بل خبر له مخې ۸ کورنیو ته د بلخ مزار شریف په پنځمه، لسمه او یولسمه ناحیه کې د ۲۰ زره او ۹۸۴ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته د اکتید موسسې له خوا ووېشل شوه.