بلخ کې سلګونو کورنیو ته د مرستو وېش پیل شو
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د راپور له مخې د مرغومي پر۳ نېټه، ۷۵۰ راستنېدونکو کورنیو ته ژمنۍ مرستې پیل شوې.
ټاکل شوې ده، د ۳ ورځو په لړ کې هرې کورنۍ ته دوې کمپلې، روغتیایي اړین توکي او ۱۴ زره افغانۍ، د مهاجرت نړۍوال سازمان لهخوا؛ د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په څارنه ورکول شي.