کنړکې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۸ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د وټه پور ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲مه هرې کورنۍ ته د خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.