زر تنه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
زر تنه افغان مهاجرین د لېندۍ پر ۲۸ نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه راستانه شوي دي.
د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمر د راپور له مخې ۹۱ کورنۍ چې ۵۰۵ تنه کېږي، په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي دي او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبت وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرینو نړۍوالو سازمانونو ته ور وپېژندل شول.
هرې کورنۍ ته د ګومارل شوو کمېټو لهخوا ۱۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمر د معلوماتو پر بنسټ ۹۳ کورنۍ چې ۴۹۵ تنه کېږي د تورخم له پولې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د تورخم د سرحدي آمر په وینا راستنېدونکي په ګومارل شوو کمېټو کې تر ثبتېدو وروسته، د مرستو په موخه د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرینو نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.