د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر په جبري توګه وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت دمهاجرينو چارو رياست د ليندۍ په17 مه د 574 افغان مهاجرو د راستنېدو خبر ورکړ.
دننګرهار ولايت دتورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې 107کورنۍ، چې 574تنه کېږي له دې لاري په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي او دمهاجرينو په ادارې کې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وبېژندل شول.