د وزارت مسلکي مرستيال زابل ولايت ته سفر وکړ
د مهاجرينو چار وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د لړم په ٢٩مه زابل ولايت ته سفر وکړ.
مسلکي مرستيال د دغه ولايت د مهاجرينوچارو آمريت کړنې، د راشړل شوو مهاجرينو د وضعيت او د مسؤلينو خدمات و ارزول او د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
همدا رنګه ښاغلي راشد د ناستې په ترڅ کې دمؤقتې کمېټې د غړو او د مؤسسو د استازو سره د خدماتو د وړاندې کولو، ستونزو او د هغه د مناسبو حل لارو په اړه لازمې خبرې وکړې.
ګډونوالو د مرستو او همکاريو ډاډ ورکړ.