جوزجان کې ۳۹ راستنېدونکو کورنيو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه

anwari_morr
-

له پاکستان څخه ۳۹ اجباري راستنېدونکو کورنيو سره د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لارې د ليندۍ په لومړۍ نېټه د ماشومانو لپاره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره يادې مرستې د اکټېډ مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې د دغه ولايت په موقتي کمپ کې ووېشل شوې.