په مشهد ښار کې د مهاجرینو چارو د ادارې له خدمتونو څخه په تېرو ۵ ورځو کې څه د پاسه ۵۰۰ تنو مهاجرینو ګټه پورته کړې ده.
افغان مهاجرین د لړم له ۲۰ مې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې د ایران په مشهد ښار کې د مهاجرینو چارو اتشې له خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
په مشهد ښار کې د مهاجرینو چارو د اتشې صدیق الله نصرت د معلوماتو له مخې، په یادو ورځو کې په ایران کې له ۴۷۲ افغان مهاجرینو سره په بېلا بېلو برخو کې افغانستان ته دمړو د لېږدولو، د مړو د خښولو، مؤسساتو ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه معرفي کولو، روغتونونو ته معرفي کولو او د نورو ستونزو په برخه کې ور سره مرسته او همکاري شوې ده.