له ایران څخه څه باندې دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
دو زره او ۳۲۲ افغان کډوال د لړم په ۲۸مه له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په يادو شويو کسانو کې چې کورنۍ او مجردان هم شامل دي، ٣٠٤ تنه اړمن کسان د مرستو په موخه وپېژندل شول او د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته ور ور معرفي شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.