په خيبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان مهاجرينو اتشه په پېښور کې د UNHCR د څانګې له مسوول سره وکتل.

anwari_morr

په خیبرپښتونخوا کې د میشتو افغان مهاجرینو اتشه د لړم په ۲۳ مه په پیښور کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له مشر سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د مصونیت پر برابرولو، د افغان کډوالو د ځورونې د مخنیوي او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو د اسانه کولو په اړه خبرې وشوې.
د افغان مهاجرینو د اتشې رئیس نیاز محمد عارف په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو د اوسیدو د کارتونو د بندیدو، د نغدي مرستو د زیاتوالي او د مهاجرینو د چارو له وزارت څخه د لا اغیزمنو ګامونو پورته کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پېښور کې د ياد شوي دفتر مشر ښاغلي کوفي دودو مو د ياد کمېسيون له لوړپوړو چارواکو سره د پورته ستونزو د شريکولو ډاډ ورکړ.
دواړو خواوو پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټینګار وکړ.