په تخار ولایت کې لسګونو کسانو ته شیدې لرونکې غواګانې وېشل شوې دي.
د لړم په ۲۶مه په تخار ولایت کې پر ۶۰ بې ځایه شویو، راستنېدونکو او بې وزلو نارینه او ښځینه وو باندې شیدې لرونکې غواګانې وېشل شوې دي.
ياد کسان د ياد ولايت د کډوالو چارو رياست له لوري په شپږو محلونو کې پېژندل شوي، چې وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري پر هر یوه یې یوه شیدې لرونکې غوا او د غوا له پاره ۲۹۰ کيلو خوراکي توکي ویشلي دي.