په يوه ورځ کې نږدې ۲۷ زره  راستنېدونکي په سپين بولدک کې د راستنېدونکو د ښه راغلاست کمېټې له خدمتونو څخه برخمن شوي 

anwari_morr
-

د قندهار په سپين بولدک کې د راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي کميسېون ګمارل شوې کمېټې د لړم په ۲۰مه ۲۶ زره او ۹۵ تنه په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي دي.
د سپين بولدک څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ ۴ زره او ۱۳۸ تنه راستنېدونکي ثبت او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي، ۲ زره او ۲۴۰ تنه  په ۹۹ موټرو کې نميروز، هرات، کابل، زابل، ننګرهار او قندهار ولايتونو ته لېږل شوي او په ټوله کې دوه سوه او ۱۰ زره افغانۍ د کرايې په موخه نغدي مرسته ور سره شوې ده.
همدارنګه ۷۲۳ کورنيو هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له بوديجې څخه ۱۰ زره افغانۍ ورکول شوې، د سپين بولدک په موقتي کمپ کې ۸ زره او ۴۶۰ تنه ته پاخه شوي خواړه برابر او د باران روغتيايي ټيم له لوري د ميرمنو د زېږون له پاره ځانګړي ځايونه جوړ شوي دي.
په همدې توګه د باران روغتيايي ټيم، ميرويس نيکه روغتون، دفاع وزارت، سرې مياشتې او مؤسسو  ۳ زره او ۳۶۱ تنو ته بېلابېل روغتيايي خدمات وړاندې کړي او ۱۲ نوې زېږدېدلي ماشومان د يادو ټېمونو په روغتيايي مرکزونو کې زږېدلي او په ټوله کې راستنېدونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.