خوست کې ۳۸۴ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۳۸۴ کورنيو ته د لړم په ۱۳مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنيو چې مخکې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ ووېشل شوې.