له سلو زيات افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو آزاد شول
۱۱۶ تنه افغان مهاجر، چې د پاکستان له زندانونو آزاد شوي وو د لړم په ۱۰مه او ۱۲مه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پربنسټ ياد کسان د خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول او د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
سرچينې زياتوي چې همدارنګه يادو کسانو ته د ناروې او ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې د منفجره موادو په اړه عامه پوهاوی او حقوقي مشورې ورکړل شوې او هغه کسان چې عمرونه يې ۱۸ کاله وود کورنيو د پېژندنې په موخه د بازسازی افغانستان بلند مؤسسې ته ور وپېژندل شول.