خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
خوست

د (PIN ،WFP،IRC)موسسو له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۰ بېځايه شوو کورنيوسره دتېرې چهارشنبې په ورځ د عويي په ۲۶مه نغدي او غيرې نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رکډه شوې وې د PIN موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ، د IRC له لورې ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې، ۸ صابونونه  او د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته دخوراکي موادو يوه يوه کڅوړه مرسته ووېشل شوه.