دننگرهار دشېخ مصري ښارګوټي يوشمېر ځوانانو خپلې ستونزې دکډوالو چارو له وزير سره شريکې کړې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۱۲
خبر

 دننګرهار ولايت د شېخ مصري ښارګوټي د ځوانانو شورا يوشمېر استازو د تېرې چهارشنبې په ورځ د عويي په ۲۵مه  دکډوالو چارو وزارت  له وزير سره په ليدنه کې په ياد ښارګوټي کې دشته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

دوی له کډوالو چارو وزارت څخه ديادښارګوټي د  داخلي سرک داساسي جوړېدو غوښتنه وکړه او وی ويل، دغه سرک ۱۴ کيلو متره اوږوالی لري چې پخوا د ټولګټو وزارت له لورې سروې او ډيزان شوی مګر تر اوسه يې دجوړېدو چارې نه دي پيل شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي ژمنه وکړه، چې دشېخ مصري ښارګوټي د ځوانانو غوښتنه به په خپله د ټولګټو او ترانسپورت وزارتونوسره شريکه او خبرې اترې وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زده‌کړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

بېرته خبرونه ته