بغلان کې له سلو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د بغلان ولايت مهاجرينو چارو رياست له لارې په دغه ولايت کې ۱۳۵ کورنيو سره د کور جوړولو په موخه د لړم په ۲مه مرسته وشوه.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته په لومړي قسط کې ورسره مرستې ترسره شوې وې په دویم قسط کې ور ته په بېلا بېلو کټګوريو کې۲۲ زره او ۶۰۰، ۲۷ زره او ۵۰۰ او ۷۸ زره او ۱۰۰ افغانۍ مرسته تر سره شوه.