له  پاکستان شاوخوا ۴ زره  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت د تورخم  او د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه  درې زره او ۹۱۶ تنه افغان مهاجر د تلې په ۳۰ مه هېواد ته راستانه شوي.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو له مخې  ۵۴۵ کورنۍ، چې ۳ زره او ۱۸۱ تنه کېږي د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور پېژندل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې ۷۳۵ تنه نور افغان مهاجر چې په پاکستان کې اوسېدل د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د تلې په ۳۰مه هېواد ته راستانه شوي دي.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ۱۱۱ کورنۍ، چې ۶۹۵ تنه کېږي له ۴۰ تنو نورو چې له بند څخه آزاد شوي وو په جبري  توګه له دې لارې هېواد ته راستانه شوي او د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.