په مشهد کې د مهاجرينو چارو اتشې په شلو ورځو کې سلګونه افغان مهاجرينو سره همکاري کړې

anwari_morr

په مشهد کې د مهاجرينو چارو اتشې د تلې له ۱۰مې څخه تر۳۰ مې نېټې پورې ۵۳۹ افغان مهاجرو سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري کړې ده.
د ايران په مشهد کې د مهاجرينو چارو اتشې د معلوماتو پر بنسټ له يادو افغان مهاجرينو سره يې په مختلفو برخو کې، لکه؛ روغتونونو او خيريه مؤسسو ته د ور پېژندنې، افغانستان ته د جنازو د لېږد، د روغتونونو د لګښت د کموالي، د ملګرو ملتونو اړوندو دفترونو ته د ور پېژندنې، د جنازو د تحويلۍ او ښخولو او نورو مسايلو کې له دوی سره  مرسته او همکاري کړې. سرچينې زياتوي، چې په ياده موده کې ۹۵۰ تنه افغان مهاجر له مشهد څخه هېواد راستانه شوي دي.