له پاکستانه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د میزان په ۲۳ مه په پاکستان کې د میشتو ۳۸۴ افغان مهاجرو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۳۸۴ کورنۍ چې دوه زره او ۲۳۰ تنه پکې شامل دي، د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو چارو ادارې کې له نوم لیکنې وروسته د مهاجرت نړۍوال سازمان او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفترونو ته د مرستو په موخه ور و پېژندل شول