له ایران څخه څه باندې زر تنه مهاجر هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

 یو زره او ۳۷۳ افغان مهاجر د تلې په ۲۲مه له ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي. 
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په وينا، له ‌‌‌‌ذکر شویو افرادو څخه د کورنيو او مجردانو په ګډون ٢٠٨ تنه اړمن او زیانمن شوي کسان تشخیصاو د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ور سره شوې.