بلخ کې لسګونه کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۵۷ کورنيو ته د تلې په ۲۰مه د مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې مخکې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په شور تپه ولسوالۍ کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د امريکا او افغانستان د دوستۍ بنسټ په مالي مرسته هرې کورنۍ ته د ۵ زره افغانيو په ارزښت خوراکي توکي وېشل شوي دي.