نورستان کامدیش ولسوالۍ کې نږدې ۵۰۰ کورنيو سره مرستې وشوې
د نورستان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لارې په دغه ولايت کې ۴۹۹ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې شوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د نورستان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د ياد آمريت تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، کورنۍ کڅوړې او د پلخنځي وسايل ووېشل شول.