د ارشاد او دعوت رياست د مهاجرينو چارو وزارت له کار کوونکو څخه عقيدتي ازموينه واخسته
د مهاجرينو چارو وزارت د ارشاد او دعوت رياست د مهاجرينو چارو وزارت له کار کوونکو څخه د تلې په ۲۲مه عقيدتي ازموينه واخيسته.
د افغانستان اسلامي امارت له بريا او په وزارتونو کې د دعوت او ارشاد رياست له جوړېدو وروسته، د مهاجرينو چارو وزارت د ارشاد او دعوت رياست د کارکوونکو د معلوماتي او ديني سطحې له تثبيت وروسته، بېلابېل ټولګي جوړ او د يادې ادارې له لوري د ګومارل شوو استادانو له لوري ور ته هره ورځ د تجويد، قرائت، تفسير، حديث او یو شمېر نورو ديني مسايل تدریس کړي دي.
ياد رياست خپلې پلان شوې برنامې له مخې له کار کوونکو څخه د ازموينې د وخت له خبرتيا وروسته په تحریري ډول ازموينه واخيسته.