بدخشان کې لسګونه کورنيو سره مرستې وشوې
د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په دغه ولايت کې ۵۰ کورنيو سره د تلې په ۱۸مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست له لوري د دغه ولايت د ياوان ولسوالۍ سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې په افغانستان کې د ناروې د مهاجرينو کمېټې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره او ۷۷۲ افغانۍ ووېشل شوې.