د مهاجرينو چارو وزارت پلاوی چې هرات ولايت ته تللی د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال، والي او د هرات ولايت د مهاجرينو چارو ر ئيس سره د ليدنې ترڅنګ يې په کار پيل وکړ
د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي، چې د دولتي او همکارو مؤسسو د ژوغورنې د ټيمونو د همغږۍ او د زلزلې له امله د زيانمنو شوو کورنيو وضعيت ته د ښه لارسي په موخه يې هرات ولايت ته سفر کړی، ترڅنګ يې د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال مولوي عبدالغني برادر، والي اسلام جار او د مهاجرينو چارو رئيس مفتي آدم خان سره ليدنه کړې او فعاليتونه يې پيل کړي.
په دې ليدنه کې چې د يادو چارواکو سره ترسره شوه، د وزارت د بېځايه شوو د دايمي حل لارو او د لېږل شوي پلاوي رئيس مولوي شمال خان مصلح ياد ولايت ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات ورکړل او د سيمه ييزو ادارو څخه يې د همکاريو غوښتنه وکړه.
د هرات ولايت والي د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو څخه مننه وکړه او د ولايت په سطحه يې د مرستو د ټولو د د يو کمېسيون د جوړېدو غوښتنه وکړه، ترڅو راټولې شوې مرسته ورته وسپارل شي.
د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رئيس آدم خان وويل، چې د سروې ټيمونه سيموته لېږل شوي او يو شمېر زيانمنوشوو او بېځايه شووته په سيمه کې خېمې، ګرم خواړه او روغتيايي خدمات وړاندې شوي او ۱۳۱ کورنۍ، چې د له اته سوو څخه زيات يې نارينه، ښځې او ماشومان دي د انصاري کمپ ته لېږل شوي او د مهاجرينو چارو رياست کې دوی ته خېمې، کمپلې، ترپالونه، روغتايي کڅوړې، دوا، رواني او درماني خدمات او درې وخته ګرم خواړه چمتو شوي، چې ور ته به ووېشل شي.
همدارنګه د مؤسسو استازو سره، چې عملاً د انصاري کمپ کې فعاليتونونه ترسره کوي دوی سره د مرستو پرڅرنګوالي خبرې شوې او د مرستو د ډېروالي غوښتنه ترې شوې او همدارنګه UNFPA مؤسسې په مالي مرسته د انصاري کمپ کې ۱۳۱کورنيو ته روغتيايي او د غير خوراکي توکو کڅوړې د لېږل شوي پلاوي او د مهاجرينو چارو رياست رئيس په شتون کې ووېشل شوې.
د وزارت پلاوي د هرات ولايت د ګدام څخه ليدنه وکړه او په ګدام کې يې د زيرمه شوو توکو په اړه د مهاجرينو چارو رياست ته لار ښوونه وکړه.
د ويلوده، چې هغه ټيم چې د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي سره يوځای د زلزلې له د زيانمنو شوو د سروې په موخه هرات ولايت ته تللی په کار يې پيل وکړ.