خوست کې ۳۷ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۳۷ کورنيو سره د تلې په ۱۵مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ، چې مخکې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو ادارې له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د مرستو د همغږۍ مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.