باميانوکې له زرو زياتو کورنيو سره د درېيم ځل له پاره نغدي مرستې وشوې
د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې د درېيم ځل له پاره يو زرو او ۹۳ کورنيو ته د تلې په ۱۱ مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې مخکې د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې د افغانانو له پاره د سولې سيمې مؤسسې په مالي مرسته د مهاجريڼو چارو آمريت تر څارنې لاندې د وږي د ۲۵څخه تر ۳۰ نېټې پورې هرې کورنۍ ته ۱۴۴ امريکايي ډالره ووېشل شول.
د ويلوده، چې يادو کورنيو سره مخکې هم دې ته ورته مرستې تر سره شوې وې.