خوست کې له مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د تلې په ۸ مه د همکارو مؤسسو سره د همغږۍ د ناستې خبر ورکړ.
په دې ناسته کې چې د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ د رئيس شيخ عبدالرحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه، پکې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رئيس په دغه ولايت کې د مؤسسو د پروژو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: اوسمهال د راستنېدونکو او بېځايه شوو په برخه کې د خوست ولايت مرکز په شمول په پنځو ولسواليو کې ۵ پروژې پلي کېږي، چې د بشپړېدو وروسته به د کورنيو له پاره د استفادې وړ وګرځي.
د مرستو د همغږۍ رئيس د يادو ادارو د استازو ستونزې او ننګونې واورېدې او د حل په برخه کې يې د همکاريو ژمنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې مستحقو کورنيو ته دې لومړيتوب ورکړل شي.
ښاغلي رحماني وويل: ولس په تېرو څو لسيزو کې ډېر کړاوونه ګاللي، د دوی ستونزو ته بايد رسيدګي وشي او د اسلامي امارت د مسؤلينو ټينګار هم پر دې دی، چې په هېواد کې د امکاناتو سربېره ملي او نړيوال بنسټونه دې بېځايه شوو، راستنېدونکو او اړمنو کورنيو ته خدمات وړاندې کړي.