کاپيسا کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کاپیسا ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د راپور له مخې د دغه ولايت مرکز اړوند هروکي سيمه کې د هلکانو لېسې ودانۍ د تلې په ٦مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ياد ښوونځي ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د شاوخوا څلورسوه او ٢٠زره امريکايي ډالرو په ارزښت په ١٥ مياشتو کې په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل جوړه شوې، چې ٢٤ خونې لري او یوزرو او ٢٠٠ شاګردان پکې په یو وخت کې ځايږي.
یاده ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کاپیسا ولايت د مرستيال والي مولوي اسد الله سنان، د مهاجرينو چارو د آمر مولوي حمدالله شهيد زاده، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رييس ليونارد زولو، د دغه ولايت د سيمه ييزو ادارو د ريیسانو، استادانو او مخورو په شتون کې پرانیستل شوه.