دخواشينۍ او خواخوږۍ پېغام

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۴:۴
-

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد پېژندل شوی مشر، جهادي شخصیت، زما او د مولوي صاحب خالص - رحمه الله - د تېرو جهادونو ملګری، د سولې کاروان برجسته غړی، د مهاجرینو چارو وزارت د مسلکي کادرونو راستنولو رئیس خدای بښلی قاري صاحب الهام الدین د ور پيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
مرحوم قاري صاحب د دې ترڅنګ، چې یو ښه قاري او عالم و، د تېر او اوسني جهاد یوه مخکښه څېره وه، نوموړی د هجرت په دیار کې د مهاجرینو د ستونزو د حل د شورا یو برجسته غړی و او د مهاجرینو د هوساینې له پاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې
د اسلامي امارت له بریا مخکې او وروسته نوموړي د سولې او پخلاینې په برخه کې له مونږ سره نه هېرېدونکې هڅې کړي د مرحوم د هلو ځلو له کبله زرګونو تنو جنګ ته نه وویل او د زرګونو انسانانو .ژوند وژغورل شو
نوموړي هېواد او خلکو ته د یوه ریښتیني خدمتګار په توګه په بېلا بېلو برخو کې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي، چې نوم به یې تل دخلکو او ولسونو ترمنځ  ژوندی وي.
زه د هغه له درنې کورنۍ سره په دې سترغم کې ځان شریک بولم او ارواښاد ته د لوی خدای ـ جل جلاله ـ له دربار څخه د مغفرت او جنت غوښتنه کوم، الله پاک دې د ده کورنۍ له نورو غمونو څخه وساتي.


انالله واناالیه راجعون
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر
الحاج خلیل الرحمن حقاني

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته