بغلان کې له ۱۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
بغلان کې ۱۲۵ کورنيو سره د تلې په لومړۍ نېټه د ژمنيو کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې مخکې د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په بېلابېلو سيمو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د اسلورا مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته يوه يوه ژمنۍ کڅوړه، چې پکې درې کمپلې او ۱۰ قلمه البسه شامله وه ووېشل شوه.