خوست کې زر کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې شوې

sadam_morr
-

د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې زر کورنيو ته د وږي په ۲۸مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.

يادې کورنۍ  مخکې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د دغه ولايت په دوه منده او سپېرې ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته د افغانستان د بشردوستانه خيريه صندوق په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ۴ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.