له سلو زيات افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو آزاد شول
په کوېټه کې د مهاجرينوچارو وزارت د اتشې په هڅو په تېرو پنځو وروځوکې ۱۲۰ تنه افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو آزاد شول.
په کوېټه کې دمهاجرينو چارو وزارت د اتشې د معلوماتو له مخې په تېرو ۷ ورځوکې د پاکستان د امنيتي ادارو له لورې له ۵۰۰ زيات اسناد لرونکي او بې اسناده افغان مهاجر نيول شوي او بنديان شوي.
سرچينې زياتوي چې د پرلپسې هڅو په پايله کې ۱۲۰ تنه چې قانوني اسناد يې لرل، له بنده آزاد او د پاتې نورو د آزدولو هڅې روانې دي