د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين لولدک د مهاجرينو چارو د سرحدي امر په خبره له پاکستان څخه ۳۹۲ تنه افغان مهاجر د وږي په ۲۱مه هېواد ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې د ياد راستنېدونکو له ډلې ۵۴ تنه له زاندانه آزاد شوي بنديان وو، چې د قانوني اسنادو د نه لرو له امله زنداني شوي وو او پاتې ۶۰ کورنۍ وې چې په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې.
ياد راستنېدونکي د ثبت او راجستر وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.