د پاکستان د اسلاميه کالج پوهنتون څخه لسګونه افغان محصلين فارغ شول
د پاکستان د اسلاميه کالج پوهنتون څخه په دې وروستيوکې ۴۰ تنه افغان محصلين فارغ شول.
د ۴۰ تنو افغان محصلينو دفراغت مراسم د وږي په ۱۳مه د دغه پوهنتون په تالار کې، په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فرهنګي مسؤل، د مهاجرينو چارو اتشې، د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي او د يادو محصلينو د کورنيو په شتون کې ونمانځل شول.
د مهاجرينو چارو د اتشې نياز محمد عارف په خبره دغه ۴۰ تنه افغان محصلين د پاکستان اسلاميه کالج پوهنتون په بېلابېلو برخوکې خپله څلور کلنه دوره په برياليتوب سره بشپړه کړه.
د فراغت په دې مراسمو کې د مهاجرينو چارو اتشې يادو محصلينو سره د ليدنې پرمهال له هغوی څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد د پرمختګ په لاره کې هلې ځلې وکړي او د هېواد او خلکو خدمت ته ژمن پاتې شي.