په ننګرهار ولايت کې د دولتي ځمکو د برخليک د معلومولو په موخه د څېړنې ګډې کمېټې ناسته وکړه

anwari_morr
ـ

د اميرالمؤمنين حفظه الله په حکم  د رئيس الوزراء له لوري ټاکل شوي د کرنې، کډوالو او قبايلو چارو وزارتونو ګډ پلاوي  په ننګرهار ولايت  کې د کانال او نورو دولتي ځمکو باندې د مېشتو اوو کمپونو او کوچيانو د سرپناه برخليک ټاکلو او څېړنې په موخه د وږي په ۱۳مه د ولايت مقام د ناستو په تالار کې غونډه وکړه.
ياد پلاوي د کمپونو د ليدنې او څېړنې وروسته په ياده ناسته کې، چې د سيمه ييزو چارواکو او کوچيانو استازو پکې  شتون درلود ټينګار وکړ، چې راټول شوي معلومات به له لوړ پوړو چاروکو سره شرک کړي ترڅو وروستۍ کړنې ترسره شي.
همدارنګه په ناسته کې د کمپونو د اوسېدونکو يادونه وشوه او ويې ويل: چې په کمپونو کې ډېری هېوادوال بې وزله او اړمن دي او د دوی د قربانيو او بې وزليو په پام کې نيولو سره بايد له دوی سره د مهربانۍ له مخې چلند وشي.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل: چې ولايتي اداره د اميرالمؤمنين حفظه الله د ټولو حکمونو او فرمانونو په تطبيق کې جدي اقدامات کوي او له مرکز څخه راغلي پلاوي ته يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ‏.
د کرنې وزارت مالي او اداري معين مولوي فضل الباري فضلي وويل: چې دولتي ځمکې د بيت المال برخه ده، چې په کې ټول هېوادوال حق لري او مونږ هڅه کوو، چې راتلونکو نسلونو ته بنيادي ميراثونه وساتو.
‏ ‏ ‏د مهاجرينو چارو وزارت د داخلي بې ځايه شويو  وضعيت ته د رسېدو  رئيس مولوي سردار شېرزاد وويل: چې په مرکز کې يې زرګونه بېځايه شوې کورنۍ خپلو سيمو ته لېږلې دي او د ننګرهار کمپونو په اړه؛ که د مشرتابه مقام هر ډول حکم وکړي دوي به اړونده ادارو سره په همغږۍ ورته چمتووالي ونيسي.
د قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو برخې مسؤول مولوي ګلزرين د دولتي ځمکو، ونو او بوټو ساتنې او کوچيانو ژوند ته پاملرنې په موخه د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤوليت وباله او هيله يې وښوده، چې ګډ پلاوی به د دوي ستونزو حل په موخه لازمې هڅې تر سره کړي.‏
‏ دکمپونو په استازيتوب د فارم هډې کمپ مشر حاجي ملا محمد وويل: چې دوي غاصبين نه دي، کالونه وړاندې د جګړو پر مهال د وخت مسؤولينو نورو هېوادونو ته د کډوالۍ مخنيوي په موخه دلته مېشت کړي دي او هيله يې وښوده، چې پرې بنديزونه ختم او د سرپناه په موخه ور سره د ترحم له مخې چلند وشي.
د ويلو ده، چې په ننګرهار کې ۷کمپونه چې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ په کې مېشتې دي په دولتي ځمکو کې جوړ شوي دي.
د غصب مخنيوي کميسيون  په دې وروستيو کې د تخليې او د کورنيو خپلو اصلي مېنو ته دلېږلو پرېکړه کړې وه؛ خو دخلکو د عريضو له مخې پلاوي د دې کورنيو د سرنويشت معلومولو په موخه بياځلي څېړنې پيل کړې.