د مهاجرینو چارو وزارت د ښه حساب ورکونې له امله وستایل شو

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۰:۷
ـ

 تېره ورځ ملت ته د حساب ورکونې پروګرام په اختتاميه غونډه کې د ریاست الوزراء د دفتر ریاست له لوري د نورو امارتي ادارو ترڅنګ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هم د ښه حساب ورکونې له امله تقدیر او وستایل شو

په غونډه کې د مهاجرینو چارو وزارت له رهبري پلاوي، رئیسانو او د ویاند له دفتر څخه په یاد پروګرام کې د فعاله ونډه اخستنې، ملت ته په بریالیتوب سره د حساب ورکونې او د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا قدرداني او مننه وشوه.

-

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۱۴:۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان ادیب او د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

د پیل په ناسته کې چې له محترم شیخ طالب جان ادیب سره څو تنو علماو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د اسلامي زده کړو مرکزونه د ودې په حال کې دي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

بېرته خبرونه ته