سمنګان ولایت کې نږدې ۱۵ زره کورنيو سره مرستې وشوې
د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د وږي په ۹ مه د يونيسف دفتر په همکارۍ ۱۴ زره او ۸۳۹ کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادو کورنيو ته د سروې او پېژندنې وروسته د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ په دره صوف بالا او پايين ولسواليو د وږي لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵مې هرې کورنۍ ته ۳ زره او ۹۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.
د سرچينې په وینا په پام کې ده، چې يادو کورنيو سره ۵ ځلې نورې هم ورته مرستې ترسره شي.