د وزارت د اعلان شوي بست تقريري ازموينه واخیستل شوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۳:۲۱
_

د پروان، کاپیسا، بامیان او میدان وردګو ولایتونو د مهاجرينو د ښارګوټو څارنې د مسلکي غړي تر سرلیک لاندې د څلورم بست  تقريري  ازموینه د چهارشنبې په ورځ د وږي په ٨ مه د وزارت د بشري سرچینو ریاست کې واخیستل شوه.
د دغه بست ګډونوالو، چې شمېر یې ١٧ تنو ته رسېده یوه ورځ وړاندې یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسیون کې برېښنايي ازموینه ورکړې وه. د ياد بست تقريري ازموينه(انټريو) د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي سلاکار مولوي محمود الحق احدي، د ښارګوټو خدمتونو، د دعوت او ارشاد او بشري سرچينو رئيسانو په شتون کې واخيستل شوه.
د وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي مدیرګل احمدي د یاد بست د تقريري ازموینې (انټريو) په اخیستلو کې پر بشپړ شفافیت ټینګار وکړ  او ویې ویل چې د ازموينې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته به د هر یوه ولايت لپاره یو تن معرفي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته