جوزجان کې د ۸ کيلو متره سرک د جغل اچولو کار پيل شو
د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د وږي په ۵ مه په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په همکارۍ په مرديان ولسوالۍ کې د ۸ کيلو متره سرک د جغل اچول د پيل خبر ورکړ.
د ياد سرک د جغل اچولو د پروژې چارې د والي، سيمه ييزو ادارو د استازو، د مرصل دراني ساختماني شرکت د استازي او د چليک کول او يازخان د سيمې د اوسېدونکو په شتون کې پيل شو.
د دغه ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره ياد سرک ۸ کيلومتره اوږد والی، ۶ متره پلن والی، ۱۵ ساتنې ضحامت او ۱۵ پلچکونه لري، چې د سيمه ييزو ادارو د ګډ ټيم له لورې سروې او ډيزاين شوی،چې ۲۰ ميليونه، ۳۶۸ زره او ۲۱۵ افغانيو په مالي لګښت سره به په څلورومياشتو کې بشپړ شي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره به د سيمې د خلکو د مواصلي لارې ستونزې حل شي.