خوست کې سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې
د افغانستان د بشري مرستو خيريه صندوق له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۵۰۰ کورنيو سره د زمري په ۲۶مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست له لورې مخکې په دوه منده ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ۴ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول