بلخ کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د صراط الجنته خيريه بنسټ له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۴۰ کورنيو سره د زمري په ۲۲مه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ د مهاجرينو چارو رياست له لورې د فردوسي د مهاجرينو ښارګوټي کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې چې له پېژندنې وروسته هرې کورنۍ ته ۳ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شول.
د يوبل خبر له مخې ۳۴ تنه راستنېدونکي چې د ايران څخه هېواد ته راستانه شوي و د مهاجرت نړيوال سازمان له لورې ورته په بېلابېلو کټګوريو کې ۳۹ زره او ۴۰۰ افغانۍ، ۳۰ زره او ۴۰۰، ۲۱ زره او ۴۰۰ او ۱۲ زره او ۴۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.