د پاکستان څخه (۲۸) تنه رد مرز شوي افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د پاکستان څخه (۲۸) تنه له بند څخه خوشي شوي او رد مرز شوي افغان مهاجر د چنګاښ په (۲۰) مه د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې وطن ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره ياد خلک له يوې مياشتې څخه تر (۱۳) مياشتو پورې د دغه هېواد په زندانونو کې بنديان ول، چې وروسته له خوشې کېدو د تورخم له لارې وطن ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.