د کابل ښار قمبر څلور لارې د بېځايه شوو کمپ روغتيايي مرکز برسي شو

sadam_morr
-

د کابل ښار د پېنځمې ناحيې قمبر څلور لارې د بېځايه شوو کمپ د بشر دوستانه خيريه موسسې دثابت روغتيايي مرکز د خدماتو وړاندې کول د مهاجرينو چارو وزارت د روغتيايي آمريت له لورې برسي شول.
ياد روغتيايي مرکز (۱۴) تنه کاري پرسونل لري او له ( ۲۰۱۷) کال راهيسې يې  په ياد کمپ کې له زرو زياتې بېځايه شوې کورنۍ معاينه کړي، نسخې يې ورته ليکلي او درمل يې ورته وېشلي دي.
ډاکټر حفيط الله ابراهيم خېل د مهاجرینو چارو وزارت د صحی کلینک آمر، چې د روغتيايي مرکز له بېلابېلو برخو څخه يې ليدنه کړې او د خدماتو د وړاندې کول يې برسي کړي وويل، چې روغتيايي مرکز په ښه حالت کې دی، په کافي اندازه دوا او تجهيزات لري ا و هره ورځ ورته د معاينې او درملنې لپاره  له (۱۵۰) څخه تر ( ۲۰۰) تنو پورې ناروغان راځي.