په يوشمېر ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره  مرستې شوي

sadam_morr
-

تېره اوونۍ د سمنګان، جوزجان او میدان وردګو ولایت  مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې له (١٣٤٩) کورنيو سره د همکارو مرستندويه بنسټونو له لورې  نغدي او د روغتيايي کڅوړو  مرستې شوې.
د یادو کورنیو له ډلې د مدنیت خيريه بنسټ له لورې په جوزجان کې (٧٥) کورنیو ته (٤٠٠٠) زره افغانۍ، د (DRC) موسسې له لورې په میدان وردګو کې (٥٤) کورنیو ته په دووکټګوریو کې (١٥) زره، (١٩) زره او د (ACTION AID) له لورې په سمنګان کې (١٢٢٠) کورنیو هرې کورنۍ ته (١٤) قلمه روغتيايي مواد ووېشل شوي دي.